په جنوب ختیځ زون کې یو شمېر وګړي وايي، چې پخوا به د لوی اختر په درشل کې، بې شمېره خلک ښارونو او د مالونو منډییو ته تلل او د قربانۍ لپاره به یې مالونه اخیستل، خو اوس د اقتصادي ستونزو له امله دا دود کم رنګه شوی دی.
د هغوی په وینا، یو وخت داسې ورځې هم وې چې په خوست، پکتیا او پکتیکا کې به اخترونو ته پنځلس ورځې مخکې تیاری نیول کېده او د خلکو لخوا به په بېلا بېلو جشنونو لمانځل کېده.
د دوی په وینا، اوس په یادو ولایتونو کې خلک زړه ماتي او ناهیلې دي.
ځینې مال پلورنکي چې په پکتیا کې د لوی اختر په شپو او ورځو کې د قربانۍ پسونه پلوري، وايي د پخوا په پرتله یې اخترونه بې خونده شوي دي او خلک یې د پخوا په څېر په مستۍ نه لمانځي.
حاجی انار ګل آمو ته وویل: « پخوا به مو لسګونه پسونه په اخترونو کې خرڅول. خو اوس د طالبانو له راتګ وروسته د اخترونو خوند تللی او هر څوک پرېشانه دي او څوک پسونو اخیستو ته زړونه نشي ښه کولی.»
د نورو کالونو په نسبت د مالونو بیې هم را ټېټې شوي دي، خو د خلکو کاري او اقتصادي حالت د دې وړ نه دی، چې اختر په غوښو او رنګینیو شېبو ولمانځي.
سمیع الله چې خوست ښار کې سبزي پلوري، وايي: «دومره پیسې مو نه دي ګټلي، چې اختر پرې خوشاله ولمانځو. د خلکو بې کارۍ او اقتصادي ستونزو زموږ کاروبار هم خراب کړی دی. پسونه هم ارزانه دي، خو زما د جیب وس ورته نه راسي.»
بلخوا، ځینې ښاریان له آمو سره په خبرو کې وايي: « ښارونه کې پرېمانه رش او د خلکو ګڼه ګوڼه ښکاري. خو خلک سودا نه اخلي، یوازې پام بدلولو ته راځي. فقط د بېکارۍ او تش جیب تشویشونه په ګڼه ګؤڼه کې ختموي.»
د خوست ځوانان، چې به د اختر په شپو او ورځو کې د هېواد ګڼو ولایتونو ته په چکر تلل، اوس د بېکارۍ او خرڅ نه درلودو له وجهې اخترونه په کور لمانځي.
ایمل چې د تېرو دوو کالونه راهیسې بېکاره ده، وايي: « کله مې چې دنده درلوده، نو اخترونو ته به خوشاله وم، کورنۍ او ملګرو ته مې هم د اختر لپاره ټول شیان اخیستل، خو دا تېر څو اخترونه ما خپله هم د اختر لپاره نوي شیان نه دي اخیستي.»
پکتیکا هم یو له هغو ولایتونو څخه دی، چې د خلکو د اقتصادي ستونزو له امله په تېرو څو کالونه پکې اختر بې رنګه او بې خونده لمانځل کېږي.
شریف الله چې ښار کې مزدوري کوي، وايي:« کار او بار نشته، خلک وږي دي، د یو ډوډۍ په ارمان هم دي. زه مکمله ورځ د مزدورۍ په تمه ناست وم. آن ځینې وخت ډوډۍ هم پکې ونه خورم، نو اختر ته به څه هیله او امید ولرم. پسونه که ډېر هم ارزانه شي، زما تر وسې نه شي.»
دا په داسې حال کې ده، چې د اقتصادي ستونزو او بېکارۍ له امله په افغانستان دننه ځوانانو ته ذهني مشکلات ډېرې شوي دي.