افغانستان

پاکستان کابل کې خپل شارژدافیر سطحه د سفیر تر کچې لوړوي

Pakistani flag on its embassy in Kabul.

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر، اسحاق دار ویلي، چې د یوې تازه پرېکړې پر بنسټ په کابل کې د پاکستان د شارژدافیر سطحه د سفیر تر کچې لوړه شوې ده.

اسحاق دار پر ایکس‌پاڼې لیکلي، چې د پاکستان او افغانستان اړیکې د روان کال د اپرېل میاشتې پر ۱۹مه، کابل ته د پاکستاني پلاوي تر سفر وروسته په مثبتې لوري روانې دي.

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر وایي: «د دې مثبتې فضا د ساتلو لپاره، زه خوښ یم چې د پاکستان حکومت پرېکړه کړې چې په کابل کې د خپل شارژدافیر سطحه د سفیر تر کچې لوړه کړي.»

د هغه په وینا، دغه ګام به د طالبانو او پاکستان ترمنځ د لا ژورې اقتصادي، امنیتي او ترهګرۍ ضد همکارۍ او سوداګریزو چارو په برخه کې لا زیات پرمختګ رامنځته کړي.

دغه پرېکړه په داسې حال کې شوې، چې تمه کېږي د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي له دوو کلونو وروسته ‍په نږدې راتلونکي کې د لومړي ځل لپاره اسلام‌اباد ته سفر وکړي.

د پاکستان اکسپریس ټریبیون ورځپاڼې راپور ورکړی، چې متقي رسمي بلنه منلې او درې ورځنی سفر به ولري.

ټاکل شوې چې په دې سفر کې به د امنیتي، اقتصادي او سیمه‌ییزو همکاریو په اړه پراخې خبرې اترې وشي. د راپور له مخې، د متقي دا سفر د دواړو خواوو د اړیکو د ښه کولو د هڅو په دوام کې ترسره کېږي.

په حوت میاشت کې، د پاکستان ځانګړي استازي، محمد صادق په مشرۍ یو پلاوی کابل ته سفر کړی و او دواړو خواوو د راتلونکو همکاریو لپاره یو نقشه‌لاره رسم کړې وه.

راپورونه وایي، د طالبانو حکومت له خوا په وروستیو کې د هغو ډلو پر ضد اقدامات چې د پاکستان د امنیت لپاره ګواښ بلل کېدل، د ترینګلتیاوو په کمولو کې مهم رول لوبولی دی. د تحریک طالبان پاکستان  د غړو ځپنه او د افغان وګړو له خوا دې ډلې ته د مرستې ورکولو بندیز د همکارۍ فضا ته وده ورکړې ده.

OSZAR »