په هرات ولایت کې د طالبانو د والي د رسنیو دفتر وايي، چې له فرانسې څخه یوه سوداګریزه جوپه د هرات–خواف د اورګاډي پټلۍ له لارې، دغه ولایت ته رسېدلې ده.
دغه دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دغه جوپه کې ۸ واګونه وچې شیدې (شیدو پوډر) له فرانسې څخه هرات ته انتقال شوي دي.
د خبرپاڼې په وینا، دا کار د افغانستان او اروپا ترمنځ د وصلېدو لپاره یو مهم ګام ګڼل کیږي.
خبرپاڼه وايي: «د خواف–هرات د اورګاډي پټلۍ څخه د استفادې زیاتوالی د افغانستان او د سیمې او نړۍ هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا او د توکو ترانزیت اسانوي. د هرات–خواف اورګاډي پټلۍ د افغانستان رول د آسیا او اروپا ترمنځ د نښلونکي حلقي په توګه لا زیات پیاوړی کوي.»
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د اړینو اورګاډي اسانتیاوو د زیاتوالي سره، د افغانستان د صادراتو بهیر د هرات–خواف د اورګاډي له لارې ایران، ترکیې او اروپا ته دوام لري. دا په داسې حال کې ده، چې افغان سوداګر په سوداګریز سکتور کې د شته ستونزو له کبله، اندېښنې څرګندې کړي دي. هغوی د یخچالو نشتوالی، لوړه مالیه او تعرفه له هغو ستونزو ګني، چې د دوی کارونه یي ټکنی کړي دي.