روغتیا

سرچینې: په پکتیا کې د ډزو په نتیجه کې یو واکسیناتور وژل شوی دی

Gardez City, Paktia province. File photo

په پکتیا ولایت کې سرچینې آمو ته وایي چې ددې ولایت مرکز، ګردیز ښار کې یو واکسیناتور د ډزو په نتیجه کې وژل شوی او یو بل کس ټپي شوی دی.

د سرچینو په وینا، دا پېښه نن سهار (دوشنبه، د غبرګولي پنځمه) د ګردیز ښار اړوند د «بلند منزلو» په سیمه کې رامنځته شوې ده.

سرچینې زیاتوي چې دا واکسیناتوران هغه وخت د ډزو هدف وګرځېدل، چې دوی د یوې کورنۍ دروازه وټکوله تر څو ماشومان واکسین کړي.

سرچینې وایي، کله چې د کور مالک د ماشومانو واکسین ته اجازه ورنکړه، نو واکسیناتورانو بیا غوښتنه وکړه چې ماشومان بهر راوباسي او واکسین ورکړي؛ خو له همدې کوره پرې ډزې وشوې.

تر اوسه د دې پېښې د ټپي کس روغتیایي حالت په اړه جزئیات نشته. طالبانو هم تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د ټول افغانستان په کچه د کور په کور واکسین کمپاین بند کړی دی او اوس واکسیناتوران یوازې په ځانګړو ځایونو لکه جوماتونو کې ماشومان واکسینوي.

د طالبانو له واکمنېدو وروسته د پولیو پېښو زیاتوالی

له بلې خوا، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د پولیو مثبتې پېښې په افغانستان کې په بې ساري ډول زیاتې شوې دي، او د تېر هجري لمریز کال په پرتله نږدې څلور چنده زیاتوالی ښيي، چې په دې منځ کې د قندهار او هلمند ولایتونه تر ټولو ډېرې پېښې لري.

تر اوسه د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، په ټول هېواد کې ۲۵ مثبتې پولیو پېښې ثبت شوي دي، چې له دې ډلې په قندهار کې ۱۱، هلمند کې ۸، ارزګان کې ۲، پکتیکا کې ۱، کنړ کې ۱، نورستان کې ۱ او بادغیس کې هم ۱ مثبته پېښه ثبت شوې ده.

په همدې حال کې، ځینې هېوادوال وایي چې د کور په کور د پولیو واکسین د کمپاین بندېدو له امله، دوی ډېر وخت د واکسیناسیون ټیمونو له شتون نه خبر نه دي او د ماشومانو روغتیایي حالت له جدي ګواښ سره مخ ده.

طالبانو د تېر هجري لمریز کال د سنبلې په میاشت کې لومړی په قندهار او هلمند ولایتونو کې د کور په کور واکسین بند کړ، او وروسته یې دا بندیز نورو ولایتونو ته هم وغځاوه.

OSZAR »