ښځې

سرچینې: د طالبانو له ګواښونو وروسته د ملګرو ملتونو یو شمېر ښځینه کارکوونکې په کور شوي

د اوچا لخوا د مرستو د وېش د بهیر انځور

باخبره سرچینو آمو ته ویلي چې په کابل کې د ملګرو ملتونو ځینې ښځینه کارکوونکې د طالبانو سره د تړاو لرونکو اشخاصو له لوري د مستقیمو ګواښونو او محدودیتونو سره مخ شوي دي او د دې ګواښونو وروسته په کورونو کې ناستې شوې دي.

د سرچینو په وینا په کابل کې د دې ادارې د کارکوونکو په منځ کې په دې ګواښونو کې تعقیب، په کورنیو فشار راوړل او ښځو ته د ګواښ لیکونو لېږل شامل وو.

د سرچینو څخه د معلوماتو پر بنسټ دا ګواښونه په عمده توګه د ملګرو ملتونو د سیاسي او جوړجاړي چارو د څانګې ښځینه کارمندانو ته متوجه وو.

په ورته وخت کې د هرات ولایت د سرچینو په وینا په دې ولایت کې د ملګرو ملتونو د دفترونو ښځینه کارکوونکو ته هم سپارښتنه شوې چې تر بلې خبرتیا پورې له کوره کار وکړي.

د ملګرو ملتونو د کارکوونکو سرچینو امو ته وویل چې ځینو وسله والو طالبانو په دې وروستیو ورځو کې په کابل کې د ملګرو ملتونو د ځینو ښځینه کارکوونکو په وړاندې نوي محدودیتونه او مستقیم ګواښونه لګولي دي.

د امو له لوري د ترلاسه شویو معلوماتو پر بنسټ په تېرو دریو ورځو کې د طالبانو سره تړلو اشخاصو د ملګرو ملتونو د یو شمېر ښځینه کارکوونکو د کورنیو سره لیدلي او فشار یې پرې راوړی چې ژمنه وکړي چې د دوی لوڼې او میرمنې به نورې دفترونو کې کار ته نه حاضرېږي.

د سرچینو په وینا ځینې دغه ښځې د طالب وسله والو لخوا تعقیب شوي او حتی لیکلي ګواښونه یې هم ترلاسه کړي دي.

دا لا څرګنده نه ده چې دا ښځې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کومو څانګو کارکوونکې وې خو یوې سرچینې آمو ته تایید کړه چې ځینې هغه ښځې چې د طالب وسله والو ځواکونو لخوا ګواښل شوې وې د ملګرو ملتونو د سیاسي او جوړجاړي چارو د څانګې کارکوونکې وې.

د کابل یو اوسېدونکی وایي: «آیا موږ په ټولنه کې کار وکړو یا یې نه، دا چې طالبان راځي او موږ ته امر کوي دا زموږ لپاره د یوې ښځې په خصوصي حریم تېری دی او د دوی کړنې په ریښتیا سره دردناکه او شرموونکي دي ځکه چې دوی د حکومتدارۍ په اړه هېڅ معلومات نلري. که ډېر د کار خلک دي لاړ دې شي امنیت دې خوندي کړي نه دا چې د ښځو په حجاب پسې ونښلي یا دا چې دوی په ټولنه کې کار وکړي یا نه، یا دا چې درس ولولي یا نه. دا په هېڅ ډول د طالبانو حق نه دی.»

د هرات ولایت سرچینو هم آمو ته تایید کړه چې په کابل کې د ملګرو ملتونو د ښځینه کارکوونکو په وړاندې د ګواښونو وروسته په هرات کې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې ښځینه کارکوونکو ته ویل شوي چې له کوره کار وکړي او تر بلې خبرتیا پورې دفترونو یا کاري ځایونو ته لاړې نه شي.

که څه هم تر اوسه د یوناما یا طالبانو له خوا کوم رسمي غبرګون نه دی خپور شوی، خو دې بهیر د ښځو ترمنځ نوې اندیښنې راپورته کړې دي.

د کابل څخه یوې ښځې وویل: «موږ افغانې ښځې د طالبانو له ډول ډول فرمانونو ډېرې ستړې شوې یو. د طالبانو له خوا محدودیتونه او د نویو قوانینو پلي کول خورا زیات شوي او ښځې چې د خپلو کورنیو ډوډۍ ګټونکې دي څنګه کولی شي ډوډۍ ومومي؟»

دا په داسې حال کې ده چې د یوناما په وینا د تېر کال د فبروري په ۱۴مه د طالبانو یوه امنیتي افسر د ملګرو ملتونو د سیاسي او جوړجاړي دفتر (یونوکا) ودانۍ بهر ډزې وکړې، چې په پایله کې یې د ملګرو ملتونو یو امنیتي ساتونکی ټپي شو.

د یونوکا ټولیزه چې د کابل په ختیځ کې د ملګرو ملتونو دفترونو پورې اړوند ودانۍ دي، په افغانستان کې د دې سازمان ترټولو لویه مجموعه ده چې د ملګرو ملتونو د ادارو څو څانګې پکې شاملې دي.

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو د واک ته رسېدو راهیسې، افغان ښځې د محدودیتونو له زیاتیدونکې څپې سره مخ دي. ملګرو ملتونو په وار وار د دې وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې خو ظاهرا هیڅ محدودیتونه نه دي لرې شوي بلکې زیات شوي هم دي.

OSZAR »