فرهنګ او هنر

په کابل کې د «هزاره ګانو د کلتور ورځ» ولمانځل شوه

عکس از نمایشگاه که به مناسبت تجلیل از این روز در کابل برگزار شده است.

«د هزاره ګانو د کلتور ورځ» په کابل کې د ښځو او نجونو په پراخ ګډون سره د یو نندارتون په ترڅ کې ولمانځل شوه. یو شمېر هزاره نارینه او ښځینه وو دا ورځ په لاس جوړو شویو لباسونو او د هزاره ګانو د سیمه ییزو خوړو د نندارتون په جوړولو سره ولمانځله دوی وايي هدف یې د هزاره ګانو کلتور ته وده ورکول او د افغانستان مختلفو قومي ډلو ته یې ورپېژندل دي.

طالبانو یو ځل بیا د هزاره ګانو لپاره دا ځانګړې ورځ له پامه غورځولې خو دا کلتوري ورځ چې د هزاره ګانو د هویت، هنر او سیمه ییزو دودونه ښودونکې ده په مختلفو هېوادونو کې لمانځل شوې ده.

شکریه چې د لاسي صنایعو پلورونکې ده وايي: «دا زموږ د کلتور د ودې لپاره ښه ده. په افغانستان کې مختلفې قومي ډلې ژوند کوي نو باید د هزاره ګانو له کلتور سره بلد شي.»

فاطمه احمدي چې د لاسي صنایعو یوه پلورونکې ده وايي: «نن یې د هزاره ګانو نندارتون ترسره کړ. په دې نندارتون کې د هزاره ګانو لباسونه او ورته نورې په لاس جوړې شوې جامې شاملې دي. دې نندارتون موږ ته ډیره ګټه ورسوله ځکه چې موږ په دې کچه پیژندل شوي یو.»

په دې نندارتون کې له تنظیم کونکو څخه تر لیدونکو پورې ټولو هزاره ګي لباسونه اغوستي وو او ویلي یې دي چې دوی د هزارګي کلتور او د دوی د ځانګړو دودونو د ترویج په لټه کې دي.

په ورته وخت کې د لاسي صنایعو پلورونکی امان الله قاسمي وايي: «هغه هزاره ګي خواړه چې په هزاره سیمو کې پخیږي او چېرته چې عام دي دلته طبقه بندي شوي او نندارې ته وړاندې شوي دي. همدا راز د مختلفو ډیزاینونو او جوړښتونو سره هزارګي لباسونه هم نندارې ته وړاندې شوي»

په داسې حال کې چې طالبانو ښځې او نجونې له زده کړو او کار څخه بې برخې کړې دي، تاسو به په دې نندارتون کې هغه ښځې او نجونې ومومئ چې خپل کاروبارونه یې جوړ کړي او لاهم د خپلو کورنیو او ټولنې په اقتصادي دوران کې ښکېلې دي. د هزارګي کلتور سمبول.

زهرا چې د نندارتون یوه تنظیموونکې ده وايي: «ګرانو نجونو خپل هنر او استعداد څومره چې کولی شئ وکاروئ او ګلدوزي هغه څه دي چې ټولې نجونې ورسره لېوالتیا لري او کولی شي تر سره یې هغه کسان چې په کور کې یاست کولی شئ ښکلې جامې وګنډئ او موږ ته یې د پلورلو لپاره راوړئ.»

د هزاره کلتور ورځ د نړۍ په بیلابیلو برخو کې د نڅا، سندرو ، د هزاره ګي جامو او خواړو په نندارې، او د دې کلتور د هویت او بډایتوب ساتلو په اړه ویناوو سره لمانځل کېږي. هغه ولسي کلتور چې د تاریخ پوهانو په وینا تر نن ورځې پورې په افغانستان کې په مختلفو وختونو کې له ظلم او تبعیض سره مخ شوی دی.

OSZAR »