د کابل په بازارونو کې د پلورونکو په ګډون یو شمېر ښځینه سوداګرې چې په مختلفو دندو بوختې دي وايي چې په بازارونو کې د دوی شتون د نورو ښځو لپاره اسانتیاوې برابرې کړې دي.
دوی په دې باور دي چې که څه هم د ځینو ښځو ضد نارینه وو په نظر کې ښځو ته پلورل لا هم یو نا مناسب کار دی خو په دې برخه کې د ښځو شتون مخ په پراخېدو دی.
د کابل یو شمېر اوسېدونکي ټینګار کوي چې په زوره د ښځو په کور کېنول د ښځو په مورال منفي اغیزه لري او ټولنه باید د دوی د اقتصادي او ټولنیزو فعالیتونو ملاتړ وکړي ترڅو د دوی د ودې او پرمختګ لپاره زمینه برابره کړي.
په داسې حال کې چې د طالبانو محدودیتونو ډیری ښځې د زده کړو او کار کولو څخه منع کړي په کابل کې یو شمېر نجونو او ښځو د خپل ژوند د دوام لپاره یوه نوې لارې غوره کړي.
ځینې دغه ښځې چې خرڅلاو ته یې مخه کړې ده وايي چې په بازارونو کې د دوی شتون نه یوازې د دوی لپاره بلکې د ښځینه پېرودونکو لپاره هم کارونه اسانه کړي دي.
د دې نجونو له ډلې څخه صدیقه طوفان یوه زده کوونکې ده چې یو وخت یې د پارلمان د غړیتوب هیله درلوده خو اوس د کابل په یوه بازار کې د پلورونکې په توګه کار کوي. نوموړې وايي چې په بازار کې د هغې شتون د ډېرو ښځو لپاره هڅوونکی دی او دوی ته د امنیت او آرامۍ احساس ورکوي.
صدیقه طوفان زیاتوي: «د کاروباري ښځو په اړه چې دوی ورسره کار کوي ډېره خوشحاله ده چې ویني کار کوي او موږ ته راځي ترڅو د خپلې کورنۍ اقتصاد سره مرسته وکړي. موږ د دوی لپاره د هغو شیانو بدل کې چې موږ ته یې چمتو کوي کرایه ورکوو او دوی د خپلې کورنۍ د نارینه وو سره اوږه په اوږه مرسته کوي. دویم د هغو ښځو لپاره چې غواړي له موږ څخه جامې واخلي یا د خپلو جامو فرمایش راکړي موږ کولی شو په اسانۍ سره د دوی د قد او بدن اندازه واخلو او د دوی جامې د دوی د خوښې سره سم وګنډو او په ډېرې ارامۍ خپل کار مخته یوسو او خپلو منځونو کې یې سره حل کړو.
صدیقه یوازې نه ده. لسګونه نورې ښځې هم شته چې د ورځنیو ستونزو سره سره د خپلواکه پاتې کېدو او د ژوند اړتیاوو د پوره کولو لپاره مخ په وړاندې ګامونه اخلي.
یوه بله پلورونکې نجمه حسیني وايي: «زه د هغو ښځو څخه یوه یم چې د هزاره ګانو جامې پلوري. په لومړۍ ورځ چې ما دا کار پیل کړ، یو څه کمرنګه و و او خلکو د دې کاره په اړه ښه نظر نه درلود. خو اوس څه نا څه ښه شوې دا ډیره ښه ده چې زما تر څنګ په دې هټۍ کې ډېری ښځې کار کوي. ډېر د خوښۍ ځای دی نجونې او میرمنې چې راځي په ارامه خپل پېر او پلور کوي.
کریمه سلامت چې یوه بله پلورونکې ده وايي: «زه فکر کوم چې د ښځینه پلورونکو په اړه یو له ښو ځانګړتیاوو څخه دا ده چې دوی کولی شي د نورو میرمنو اړتیاوې په ښه توګه پوره کړي، د یو بل ذوقونه ښه درک کړي، دا د نورو مېرمنو سره لویه مرسته ده. موږ په دوکان کې دوه ډوله جامې لرو: ماشیني جامې او په لاس جوړې شوې جامې چې د ښځو لخوا ګنډل کیږي چې ډیری یې نورو ولایتونو ته لېږو او هغوی له موږ سره همکاري کوي. ماشیني جامې چې د ماشینونو په واسطه ګنډل کیږي له ۱۵۰۰ څخه تر ۳۰۰۰ افغانیو پورې قیمت لري او په لاس جوړې شوې جامې چې وخت نیسي له ۳ زرو څخه پیل تر ۲۱ زرو او ۲۲ زره افغانیو پورې رسیږي.»
ورته مهال د کابل یو شمېر اوسیدونکي وايي چې په ټولنیزو او اقتصادي برخو کې د ښځو له حضور څخه محرومول نه جبرانیدونکي رواني او ټولنیزې پایلې لري، او دوی ټینګار کوي چې په ټولنه کې د ښځو رول باید ملاتړ شي.
د کابل اوسیدونکی خادم حسین وايي: «د دې هنر څخه باید ملاتړ وشي سره ملاتړ وشي ځکه چې په ریښتیا هم ستونزمن دی. د افغانستان نجونو او زموږ په خویندو دې افرین وي چې دا کار کوي ځکه اسانه نه ده. دا ښه ده چې دوی د کورنۍ په اقتصاد کې مرسته کوي ځکه چې په افغانستان کې د کورنیو شرایط ښه نه دي، او هغه ښځې چې په کور کې دا ډول کار کوي د کورنۍ اقتصاد سره مرسته کوي او کورنۍ له دې لارې ډوډۍ پیدا کوي. ډېره ښه ده چې دا ډول کارونه لا هم شته.»
په داسې حال کې چې په کارځایونو کې د ښځو شتون لاهم له جدي ننګونو سره مخ دی دا نجونې هڅه کوي چې د هېواد په بازارونو کې خپله ونډه وساتي او د نورو لپاره لاره هواره کړي.