سوداګري

طالبانو موردوویا پانګوالو ته په افغانستان کې د پانګونې بلنه ورکړه

طالبانو ویلي دي چې د کازان د اقتصادي غونډې په څنډه کې عبدالغني برادر د موردویا له ولسمشر سره په لیدنه کې د دې هېواد پانګوالو ته بلنه ورکړه چې د افغانستان په بیلابیلو برخو کې پانګونه وکړي.

د طالبانو د ادارې له خوا د خپرې شوې اعلامیې له مخې د طالبانو د وزیرانو د اقتصادي چارو مرستیال عبدالغني برادر د موردویا جمهوریت له ولسمشر ارتیوم الکسیویچ زدونوف سره په لیدنه کې په افغانستان کې د پانګونې پراخو فرصتونو باندې ټینګار وکړ.

هغه وویل: «افغانستان اوس مهال د بهرنیو پانګوالو لپاره د کرنې، صنعت او کانونو په برخو کې د پام وړ فرصتونه لري او اسلامي حکومت چمتو دی چې او له هغوی سره همکاري او هر اړخیز ملاتړ وکړي.»

نوموړي د افغان محصولاتو یادونه هم کړې چې پکې تازه او وچې میوې، لاسي غالۍ، قیمتي ډبرې، مرمر او نور معدني سرچینې شاملې دي او زیاته کړې یې ده چې افغانستان چمتو دی دا محصولات موردوویا ته صادر کړي.

د هغه په ​​وینا، طالبان غواړي چې د کورنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره له موردویا څخه برېښنایي تجهیزات، صنعتي ماشینونه، ساختماني توکي، د پټرولیم مشتقات، طبیعي ګاز، خام المونیم او د ریل ګاډي واګونونه وارد کړي.

له بل لوري په دې غونډه کې د موردویا ولسمشر هم له افغانستان سره د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو لپاره د خپل هېواد لېوالتیا اعلان کړه او ویې ویل چې د موردویا پانګوال چمتو دي د افغانستان بازار ته ننوځي.

د طالبانو د اعلامیې له مخې هغه دا هم زیاته کړې چې موردویا د طب، کرنې، انرژۍ او درمل جوړونې په برخو کې پرمختګ کړی او له افغانستان سره ګډې همکارۍ ته چمتو دی زدونوف د خپل هېواد سره د موردویا، قزاقستان، ازبکستان او افغانستان له لارې د کرنیزو محصولاتو د صادراتو د پیل اعلان وکړ.

د موردویا جمهوریت تر اوسه د دې غونډې په اړه څه نه دي ویلي.

OSZAR »